[go: nahoru, domu]

Jump to content

د "ښيښه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Khangul (خبرې اترې | ونډې)
W.Kaleem (خبرې اترې | ونډې)
و "ښيښه" وژغورلی شو ([edit=autoconfirmed] (لامحدوده) [move=autoconfirmed] (لامحدوده))
(بې توپيره)

د ۲۳:۰۹, ۲۲ فبروري ۲۰۱۲ بڼه

ښيښه (غیر کرسټالي ) بې رنګه بڼې کلک څيز يا ماده ده . ښيښې په ښکاره ډول نیم کلکې خو د ماتېدو وړاو په سترګو روڼې ښکارې . تر ټولوعادي ښيښې په کړکيو ، د څښاکو بوتلونو او ځينې ګلدانونو په جوړولو کې له پېړيو را هيسې کارېږي . دغه ښيښې ۷۵ ٪ په سلمه کې له سلیکا silica (SiO2) نومي بې رنګه عنصر او Na2O, CaO, څخه جوړېږي. همدارنګه دغو عنصرونو سره ځينې نور پوډري توکي د ښيښې د پايښت لپاره ورګډېږي . په ساينسي نړۍ کې که ښيښه په ډېره پراخه او اوږدې مانا سره تشريح کېږي ، همدارنګه د هر هغه کلکې بڼې چې کرستالي نه وي ، اوبې بڼې جوړښت ولري . ښيښې ته بڼې هم ورکول کېږي کله چې ېې د تودوخې په وجې اوبه کړي . د همدې پراخې مانا سره ، ښيښه په رازو رازو مختلفو د مادو په ټولګو کې وېشل کېږي . د جوړښت عنصرونه ېې مټالک الويډ، آيانک ملټس ، اکويوس سولوشن ، ماليکيولر اوبلنې مادې ، او پوليمر نومېږي . ښيښه لکه توکی ، په ساينس او کارخانو کې مخکښه ضروري رول توکی ګڼل کېږي. د دې کيمياوي ، پږني او په ځانګړي توګه سترګۍ واله ځانتيا ېې د دې وړ ده چې په ځينو بڼو وکارېږي ، د بېلګې په ډول هواره ښيښه ، دبلی ييزه ښيښه ، سترګۍ (عینکې) او د برېښنايزو توکيو سترګيو ښيښې ، د طبي آزمويښتون اوزارونه ، ترمل انسولېټر ، ګلاس وول ، د مزبوطېدو توکي ، د پلاستيکي ښيښو په بڼه ،او د هنري توکيو لپاره ښيښه کارېدنه ، په فني توګه ، سټوډيويي ښيښې ترې يادېږي .

سليکا

سليکا (يوه کيمياوي ګډوله SiO2 ) بنسټيزه د ښيښې مهمه ماده ده . په طبيعت کې د کوارټز په نوم ګاټه ماده چې د تندر له کبله کله چې په شګو يا غرونو کې ولېږي يوه تشه جوړوي همدې ځای کې د ريښې د جوړېدو په بڼه يو جوړښت جوړوي همدې ته فولګورايټ وايي .

د ښيښې پېښلیک

د ښيښې د جوړېدو پېښلیک ډېر شاته د ۳۵۰۰ مخزېږدي پېړۍ ته په بين النهرين نومې سيمې ته ورګرځي . د ښيښې لپاره د (ګلاس) ويی د لرغوني رومي ټولواکمنۍ په وخت جوړ شوی . د رومي ټولواکمنۍ پير په وخت د ښيښې د جوړېدو کارخانه په ټراير نومي سيمې کې چې د نن ورځې جرمني پورې اړه لري جوړه شوې وه ، همدلته د لرغوني لاطيني ژبې څخه د (ګلاسیوم ) ويی راوتی و .

د ښيښې کارنتوکي

موقتي ښيښې

په آزموينتون کې ښيښې جوړول

کينډۍ:صاف ښیښه د څو توکونو یو ځای کول ، اوبه کول او مخکې د کرستال کېدو، په چټکۍ سړولو ته وایي. د سړولو په دغه لنډ وخت کې یې مالیکولونه خپلو ټاکل شویو ځایو ته نشي رسېدلی او د امورف په ډول پاتې کېږي.


جوړېدنه

ښيښه د ۷۰ - ۷۴ فیصدو پورې د ريګ ( کورتز ریګ، سپین ریګ هم ورته وایي) څخه جوړېږي. دغه ریګ د تودوخې په ۱۵۰۰ - ۱۷۰۰ درجو کې اوبه او ولې کېږي. په داسې لوړه درجه کې انسان د کار کولو زغم او ځواک نلري. چې دغه لوړه تودوخه د کار په ځای کې د کار وړ کړي د ریګ د اوبو کېدو ټکی د سوډا او یا اشخارو (پوتاس) په مرسته کښته کوي.

د ښیښې د جوړولو لپاره د ریګ سره نور توکي ګډېږي. دا ګډون د راتلونکې جوړې شوې ښیښې د دندې سره تړنه لري.

  • که ريګ، اشخار او د سرپو اکسايډ سره يو ځای شي نو کریستالۍ ښيښه به ترې جوړه شي. د سرپو اکسایډ د ټینګاره څخه پرته ښیښې ته ځلا او په شمېریزه ډول د رڼا پیاوړتیا ورکوي. دغه ښیښه د عینکو، د عدسيو او لينزونو، د کرستال د لوښيو او داسې نورو د جوړولو لپاره کارول کېږي. د سارِی په ډول د لوښیو د کرستال په جوړولو کې د ۲۴ – ۳۴ فیصدو د سرپو اکسایډ ګډوي.
  • د ريګ، اشخار او د چونې له پیوستون څخه به نيمه کريستالۍ ښېښه جوړه شي. دا ډول ښيښي د بېلګه په توګه د لابراتور په چارو کې کارېږي.
  • د ريګ، سوډا او چونې د یو ځای کولو څخه اواره ښیښه په لاس راځي. اوسمهال د (پیل کینګ تون) په مېتود جوړېږي. دغه ښیښه په ودانیو کې، موټر او داسې نورو کې کارول کېږي.

د ریګ د سپېځلي کیدو لپاره کاربن او د ښیښې د شین - توربخون رنګ د منځه وړلو لپاره د ارسينک څخه کار اخیستل کېږي. د چورلټ (سل فیصده) بې رنګې ښیښې د جوړولو شونتیا هم شته. خو دې لپاره به ریګ په ځانګړي ډول سوتره او سپېځ کېږي.

کیمیاوي نومونه

ریګ (SiO2) , د وسپنې اكسايډ (Fe2O3) , چونه (CaO) , سوډا (Na2O3) , اشخار (K2O3) , دولمیت (کلسیم مګنيزيم کاربونات) {CaMg(CO3)2} , نیفیلین {Na,K)AlSiO4)} , سرپ (د سرپو اکسایډ){(PbO (Pb}.


د ښیښې ډولونه

ښیښه د جوړېدنې له خوا په دوو برخو ویشل کېږي.

  1. بڼسټیزه ښیښه
  2. اوړون شوې ښیښه

بڼسټیزه ښیښه

هغه ښیښه چې د اومه توکونو د ولېدو او بیا سړېدو څخه په لاس راغلې وي، بڼسټیزه یادېږي. د دغه ښیښې په ډله کې: اواره ړونه ښیښه، انځوریزه ښیښه، سیم لرونکې ښیښه او رنګه ښیښې ونده اخلي.

اوړون شوې ښیښه

هغه ښیښه چې د بڼسټیزه ښیښې د جوړښت او ځانګړنې د اوړون او څه بدلون راوستلو له امله لاس ته راځي، اوړون شوې نومېږي. د دغې ښیښې په ډله کې ساتندویه (ډاډ) ښیښه( نښلولې ښیښه، کلکه ښیښه ، سیم لرونکې ښیښه)، غبرګه ښیښه، درېځلیزه (درې ځلیزه) غبرګه ښیښه، د لمر د وړانګو ګرځونکې ښیښه، د کارتوس نیونکې ښیښه او داسې نورې برخه اخلي. د دغو ښیښو شمېر ورځ په ورځ مخ په سترېدو دی.

سرچينې