[go: nahoru, domu]

آن ترومرهاوزن بولینګ

آن ترومرهاوزن بولینګ (زوکړه: د ۱۹۴۳ زکال د جون لومړۍ نېټه – مړینه: د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر ۸ مه) امریکايي عالمه او د آسونو د ژنټیک په برخه کې د نړۍ یو له مخکښو متخصصینو څخه وه چې د مالیکولي ژنټیک او سیټوژنټیک په په برخه کې یې څېړنې کړې دي. نوموړې د حیواناتو د نسب موندلو په برخه کې یو له مخکښانو څخه و چې دغه چاره یې په پیل کې د ۱۹۸۰ مې لسیزې پر مهال د هغوی د وینې د ګروپ د ټاکلو او وروسته یې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې د هغوی د DNA ازموینو له مخې ترسره کوله. نوموړې له دې وروسته د آسونو د رنګ د ژنټیک پېژندلو له مخې په اسونو کې د ارثي ناروغیو او همدارنګه د آسونو د تکامل او د هغو د نژادي ودې اړوند د څېړنې له امله شهرت وموند. هغې د وحشي آسونو ژنټیک مطالعه کړ، د پرژوالسکي آسونو د ساتنې په برخه کې یې پام وړ چارې ترسره کړې او همدارنګه د آسونو د ژنوم د نقشې جوړونې د نړیوالې پروژې بنسټګره غړې وګرځېده. نوموړې د ډېویس، کالیفورنیا پوهنتون اسیسټانټ پروفیسره شوه او په ۲۰۰۰ زکال کې د مړینې پر مهال د حیواناتو د ژنیټیکي لابراراتوار اجرایوي مرستیاله وه. د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر په ۸ مه د ۵۷ کلونو په عمر د هغې ناڅاپي مړینه شدیدې مغزي سکتې ته اړوند وبلل شوه. [۲][۳][۴][۵]

آن ترومرهاوزن بولینګ
د شخص معلومات
پيدايښت ۱ جون ۱۹۴۳
مړینه 8 ډيسمبر 2000 (57 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
د کړنې څانګه جنتیک   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړی ژوند او مسلک

سمول

آن بولینګ (کورنی نوم یې ترومرهاوزن و) د ۱۹۴۳ زکال د جون په لومړۍ نېټه د اورګان په پورټلنډ کې د کلر بوین او د بونویل د برېښنا د ادارې د کارکوونکي ویلیام ارنست ترومرهاوزن په کورنۍ کې وزېږېده. هغه مهال چې د دوی کورنۍ د کلوراډو بولډر ته کډه وکړه، بولینګ د بولډر عالي لیسې ته ولاړه او په خپل ټولګي په تر ټولې مخکښې زده کوونکې واوښته. هغې د لیسانس زده کړې د مینه سوتا په کارلټون کالج کې بشپړې او په عالي درجه یې د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۶][۷]

بولینګ په ۱۹۶۹ زکال د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او د دوکتورا پای لیکنه یې د بوټو د ژنټیک اړوند د جورج لډیارډ سټبینز تر نظر لاندې بشپړه کړه. هغه په ۱۹۶۸ زکال کې په لاس انجلس کې له اکسیډنټال کالج کې سره مل شوه او ورپسې په ۱۹۷۳ زکال کې د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون له خوا استخدام شوه. په ۲۰۰۰ زکال کې هغې د خپلې مړینې پر مهال په ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون کې د اسیسټانټ فروفیسورې او همدارنګه د حیواني ژنټیک د لابراتوار د مرستیالې اجرایوي مشرې په توګه کار کاوه. [۸][۹][۱۰]

هغې په ۱۹۸۱ زکال کې له مایکل بولینګ سره واده وکړ. دغې جوړې د ژنټیک د مطالعې سره پیاوړې علاقه لرله. هغې له واده مخکې په ۱۹۸۰ زکال کې د ژنټیکي ناروغیو اړوند د مایکل له څېړنیز کتاب څخه ګټنه کوله. مایکل بولینګ د عربي آسونو د ژنټیک اړوند یو شمېر مقالې د یو شمېر نشریاتو لپاره ولیکلې او همدارنګه یې په ګډه سره د عربي اسونو د وینې د ډولونو په اړه مایتوکندریايي DNA څېړنې ترسره کړې. د هغوی لور لیدیا د وترنرۍ کالج او همدارنګه د ډیویس، کالیفورنیا پوهنتون ته لاړه او د حیواناتو ډاکټره شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د حیواناتو د اصل او نسب پېژندنه

سمول

بولینګ د اسونو د وینې د ډولونو او همدانګه د هغوی د DNA نسب موندنې په برخه کې لومړنۍ ازموینو ته وده ورکړه او د اسونو د نسب د ثبتونو د څو سازمانونو له دې ډلې د جوکي کلب، عربي آسونو د سازمان (په اصل کې د امریکا د عربي آسونو د ثبتولو د سازمان)، د امریکايي کوارټر آسونو د سازمان او د امریکايي مورګان آسونو د سازمان سلاکاره وګرځېده. په ۱۹۷۶ زکال کې نوموړې د حیواناتو د وینې د ګروپونو اړوند څېړنې خپرې کړې او د هغوی د وینې د ګروپونو څخه په ګټنې یې د هغوی د نسب موندنې په برخه کې ازموینې ترسره کړې. هغې د ثبت شوویو حیواناتو د نسب موندنې په موخه د وینې د ګروپونو له مخې د ازموینو ملاتړ وکړ چې ډیری د حیواناتو د نژاد ثبت کوونکو سازمانونو دغه چاره ترسره کړه. د دغې څېړنې پرمهال هغې د کیمرېزم د پدیدې اړوند څېړنه وکړه چې ځینې مهال یې د نسب د ازموینو د پایلو پر خلاف نتیجه ورکوله. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۹۹۰ مې لسیزې په وروستیو کې هغه مهال چې د نسب موندنې علم تکامل وکړ، هغې د DNA ډول د اغېز په اړه څېړنه وکړه او دې پایلې ته ورسېده چې د وینې د ګروپ په اندازه دغه لار هم د نسب موندنې لپاره اغېزمنه ده. د هغې لابراتوار د اسونو او اوښانو د نسب اړوند د DNA پایلې و ازمویلې – هغه ډولونه چې خپله بولینګ په خپلو څېړنو کې ترې ګټنه کړې وه – او مایکروسټلایټونه یې د ژوندیو کوچنیو موجوادتو د پېژندنې لپاره وکارول. د ازموینو دغه پروګرام د تي لرونکو حیواناتو اته نورو ډولونو ته هم پراختیا ومونده. [۲۲][۲۳]

بولینګ له خپلې چارو څخه د پرژوالسکي اسونو د تنوع د خوندیتوب په موخه د هغو د اصل او نسب موندنې په برخه کې کار واخیست. د نورو چارو ترمنځ هغې په اوکراین کې د اسکانیا نووا اسونو د رمې د اصل او نسب د موندنې اړوند کتاب بېرته ورغاوه. هغې په ګریټ بیسین کې د مسټانګ اسونو په ژنټیک څېړنه وکړه او وه یې موندله چې دغه آسونه د اهلي آسونو له نورو ټولو ډولونو سره ژنټیکي اړیکه لري. نوموړې همدارنګه د پاسو فینو آسونو د وینې په ګروپونو څېړنه ترسره کړه. [۲۴][۲۵]

له دې سره په ۱۹۹۶ زکال کې د حیواني ژنټیک لابراتوار د سکاټلنډ یارډ د پولیسو د مرکز لپاره یو شمېر غیرعادي چارې ترسره کړې؛ دغه مرکز له دغه لابراتوار څخه په یوه قتل کې د موندل شوې وینې په پېژندنې کې مرسته وغوښته؛ دغه لابراتوار وموندله چې د جنایت په صحنه کې دغه وینه د یوه سپي ده چې لامل وګرځېده څېړونکي د سپي څښتن چې په پېښه کې تورن و ومومي. بولینګ دغه مهال د دغه ازموین ځای مدیره وه او د دغه کار له امله یې د ازموینځای چارو ته پراختیا ورکړه څو وکولای شي د جرم په صحنه کې د حاضرو حیواناتو په پېژندنه او یا هم د هغو حیواناتو په پېژندنه کې چې خپله د غلا یا حیواني ځورونې د جنایاتو قرباني کېږي؛ مرسته وکړي. له هماغه پیله دغه لابراتوار د سپیانو د ملي ډیتابیس په جوړولو کې مرسته وکړه چې د سپیانو د جنګولو په پېښو کې د قضایي چلن په برخه کې ترې ګټنه کېدله. بولینګ همدارنګه د قچرو د نسب موندنې په برخه کې مقالې خپرې کړې. [۲۶]

ژنټیکي ناروغۍ او د آسونو د وېښتانو د رنګ په اړه څېړنه

سمول

بولینګ د خپل کار له هماغه لومړیو څخه د آسونو د روزونکو او پالونکو لپاره د اصیلو حیواناتو د ژنټیکي ناروغیو او د اړوندو شرایطو په صورت کې د غبرګون د ډول اړوند لیکنې وکړې. هغې د عربي اسونو په نژاد باندې ګڼ شمېر څېړنې ترسره کړې چې په کې په عربي اسونو کې د سیربیلار ابیوتروفي ناروغي شاملېدله. په ۱۹۸۵ زکال کې هغه د کالیفورنیا په پوهنتون کې د هغو آسونو یوه رمه جوړه کړه چې یاده ناروغي یې لېږدوله او د دغه پوهنتون د لابراتوار کوچنۍ ډلې؛ څېړونکو ته د هغوی د  DNA اړوند معلومات برابرول. د دغې ناروغۍ په اړه د بولینګ خپلې لیکنې د هغې د مړینې تر مهاله خپرې نه شوې. خو د هغې دغه موندنې چې دغه ناروغي د وراثت په مغلوب حالت کې رامنځته کېږي او د الل لوری موندلی ډول دی تر اوسه اعتبار لري. په کلیفورنیا پوهنتون کې د هغې ځای ناستو د DNA ښودونکې ازموینه ترسره کړه چې په ۲۰۰۸ زکال کې یې پایلې ټولو ته د لاسرسي وړ وګرځېدې. په ۲۰۱۱ زکال کې د سیربیلار ابیوتروفي ناروغی مسبب وموندل شو او دغه حالت په قطعي ډول د یو مغلوب اتوزومال په توګه ثابت شو. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

بولینګ همدارنګه د آسونو په نورو نژادونو کې د یو شمېر ژنټیکي شرایطو اړوند، له دې ډلې په امریکايي کوارټر آسونو کې د هیپرکالمیک دوره یي فلج په اړه څېړنې وکړې. په ۱۹۹۶ زکال کې د هغې څېړنو وښوده چې د دغه ژنټیکي اختلال منشا په غالب ډول یو نارینه آس ته رسېږي چې وروسته د اغېزمن کوونکي په توګه وپېژندل شو. [۳۲][۳۳]

بولینګ د آسونو په ژنټیک کې د اړوندو مضرو بدلونونو سربېره په اسټرالیايي شپرډ سپي کې د ژنټیکي اخلال اړوند څېړنه ترسره کړه چې څرګندېده د مرل کټ له رنګ سره اړیکه لري. [۳۴]

د آس د ژنوم پروژه

سمول

په ۱۹۹۰مه لسیزه کې بولینګ د اس د ژنوم د پروژې یو له مخکښانو څخه وه. دغه کار د انساني طبابت لپاره ډېره مهم و ځکه له مخې یې وموندل شوه چې لږ تر لږه ۹۰ ژنټیکي ناروغۍ شتون لري چې کولای شي هم انسانان او هم آسونه تر اغېز لاندې راولي. د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ زکال کې د آس د ژنوم لړۍ وموندل شوه او په ۲۰۰۹ زکال کې یې په بشپړ ډول نقشه جوړه شوه. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې

سمول
  1. Script error: The function "lang" does not exist. — د نشر نېټه: ۲۷ مارچ ۲۰۱۷ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. مخونه 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. مخونه 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Ann Bowling Memorial". California-Nevada Arabian Sport Horse Association. د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه March 10, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Bowling, Ann T". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2000 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Millon, Lee V. (2002). "Ann Trommershausen Bowling (1943-2000)". Animal Genetics. 33 (2): 89–90. doi:10.1046/j.1365-2052.2002.00845.x. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په August 21, 1951 باندې). Pastor Shows Film Slides. Eugene Register-Guard
  8. Smith, A. T.; Stebbins, G. L. (1971). "A morphological and histological study of the tomato mutant 'curl'". American Journal of Botany. 58 (6): 517–524. doi:10.2307/2441033. JSTOR 2441033. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Veterinary Medicine News; In Memoriam" (PDF). UC Davis. Spring 2001. مخونه 11. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 5, 2015 باندې. لاسرسي‌نېټه March 12, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. "Bowling, Ann T". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر October 2, 2000 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Trommershausen-Smith, A. (1980). "Aspects of Genetics and Disease in the Horse". J. Anim. Sci. 51 (5): 1087–1095. doi:10.2527/jas1980.5151087x. PMID 7009534. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه May 29, 2016. Bowling, Michael. "American Arabian population trends as reflected in analysis of Stud books XIV to XXX1I1." Arabian Horse World 19.10 (1979): 431. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  12. Bowling, AT; Del Valle, A; Bowling, M (February 2000). "A pedigree-based study of mitochondrial D-loop DNA sequence variation among Arabian horses" (PDF). Animal Genetics. 31 (1): 1–7. doi:10.1046/j.1365-2052.2000.00558.x. PMID 10690354. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Rothschild, Max F. (December 12, 2000). "Dr. Ann Bowling". AnGenMap. د اصلي آرشيف څخه پر December 9, 2018 باندې. لاسرسي‌نېټه May 4, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Lydia Bowling, DVM". California Veterinary Specialists Angel Care. د اصلي آرشيف څخه پر June 25, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه May 29, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Walden, Kat D. "The New Albion Stud 25th Anniversary Celebration". ECAHS Member News. د اصلي آرشيف څخه پر December 25, 2005 باندې. لاسرسي‌نېټه May 19, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Trommershausen-Smith, Ann; Suzuki, Yoshiko; Stormont, Clyde (1976). "Use of Blood Typing to Confirm Principles of Coat-Color Genetics in Horses". Journal of Heredity. 67 (1): 6–10. doi:10.1093/oxfordjournals.jhered.a108667. PMID 1262699. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Bowling, AT (February 1985). "Assignment of foal paternity when a mare is bred to two stallions". Theriogenology. 23 (2): 347–50. doi:10.1016/0093-691x(85)90036-6. PMID 16726003. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Bowling, AT; Scott, AM; Flint, J; Clegg, JB (1988). "Novel alpha haemoglobin haplotypes in horses". Animal Genetics. 19 (2): 87–101. doi:10.1111/j.1365-2052.1988.tb00795.x. PMID 3415045. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Bowling, AT; Stott, ML; Bickel, L (August 1993). "Silent blood chimaerism in a mare confirmed by DNA marker analysis of hair bulbs". Animal Genetics. 24 (4): 323–4. doi:10.1111/j.1365-2052.1993.tb00322.x. PMID 8239079. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Bowling, A.T. (January 1985). "The use and efficacy of horse blood typing tests". Journal of Equine Veterinary Science. 5 (4): 195–199. doi:10.1016/S0737-0806(85)80096-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Ann Bowling Memorial". California-Nevada Arabian Sport Horse Association. د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه March 10, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Bowling, AT; Eggleston-Stott, ML; Byrns, G; Clark, RS; Dileanis, S; Wictum, E (August 1997). "Validation of microsatellite markers for routine horse parentage testing". Animal Genetics. 28 (4): 247–52. doi:10.1111/j.1365-2052.1997.00123.x. PMID 9345720. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "Ved Med History". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر March 14, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Bowling, AT; Nickel, LS (1992). "New A system allele of red cell alloantigens in Paso Fino horses". Animal Genetics. 23 (6): 557–9. doi:10.1111/j.1365-2052.1992.tb00179.x. PMID 1492709. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Bowling, AT (June 1994). "Population genetics of Great Basin feral horses". Animal Genetics. 25 Suppl 1: 67–74. doi:10.1111/j.1365-2052.1994.tb00405.x. PMID 7943986. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. "Ved Med History". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. د اصلي آرشيف څخه پر March 14, 2016 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Bowling, AT (November 1980). "Counselling for genetic diseases of horses". The Veterinary Clinics of North America. Large Animal Practice. 2 (2): 377–89. doi:10.1016/S0196-9846(17)30169-6. PMID 7195098. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Cerebellar Abiotrophy". Veterinary Genetics Laboratory. University of California Davis. د اصلي آرشيف څخه پر June 4, 2019 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. Mattsson, Anette (February 3, 2010). "Cerebellar Abiotrophy". Arabhorse.com. Arabian Horse World. د اصلي آرشيف څخه پر March 29, 2019 باندې. لاسرسي‌نېټه June 17, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Minnich, Beth (2011). "Cerebellar Abiotrophy Research Project at the UC Davis Veterinary Genetics Laboratory (VGL)" (PDF). Arabian Horse Foundation. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 2, 2014 باندې. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Brault, Leah S.; Cooper, Caitlin A.; Famula, Thomas R.; Murray, James D.; Penedo, M. Cecilia T. (February 2011). "Mapping of equine cerebellar abiotrophy to ECA2 and identification of a potential causative mutation affecting expression of MUTYH". Genomics. 97 (2): 121–129. doi:10.1016/j.ygeno.2010.11.006. PMID 21126570. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Bowling, AT; Byrns, G; Spier, S (August 1996). "Evidence for a single pedigree source of the hyperkalemic periodic paralysis susceptibility gene in quarter horses". Animal Genetics. 27 (4): 279–81. doi:10.1111/j.1365-2052.1996.tb00490.x. PMID 8856926. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. "Hyperkalemic Periodic Paralysis (HYPP)". Veterinary Genetics Laboratory. University of California, Davis. لاسرسي‌نېټه March 13, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Sponenberg, DP; Bowling, AT (September–October 1985). "Heritable syndrome of skeletal defects in a family of Australian shepherd dogs". The Journal of Heredity. 76 (5): 393–4. PMID 4056374. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Sellnow, Les (November 1, 2000). "Equine Genetics". The Horse. لاسرسي‌نېټه May 18, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. "Researchers Complete Genome Of The Horse" (PDF). Veterinary Medicine News. ټوک. 27 نمبر. 2. UC Davis. Spring 2010. مخونه 5. لاسرسي‌نېټه December 8, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Sequenced horse genome expands understanding of equine, human diseases". Cornell University College of Veterinary Medicine. August 21, 2012. لاسرسي‌نېټه April 1, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Wade, C. M; Giulotto, E; Sigurdsson, S; Zoli, M; Gnerre, S; Imsland, F; Lear, T. L; Adelson, D. L; Bailey, E; Bellone, R. R; Blocker, H; Distl, O; Edgar, R. C; Garber, M; Leeb, T; Mauceli, E; MacLeod, J. N; Penedo, M. C. T; Raison, J. M; Sharpe, T; Vogel, J; Andersson, L; Antczak, D. F; Biagi, T; Binns, M. M; Chowdhary, B. P; Coleman, S. J; Della Valle, G; Fryc, S; et al. (November 5, 2009). "Domestic Horse Genome Sequenced". Science. 326 (5954): 865–867. doi:10.1126/science.1178158. PMC 3785132. PMID 19892987. لاسرسي‌نېټه April 1, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)