[go: nahoru, domu]

Jump to content

ابن اثیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ابوالحسن عزالدین علي بن محمد چي مشهوره په ابن اثیر سره دی داسلامي نړۍ یوله سترو تاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي، نوموړی په ۱۱۶۰زیږدیزکال کي په اوسنی ترکیه کي وزېږېدی.

ابن اثیر
علي بن مُحمَّد بن عبد الكريم بن عبد الواحد الجزري الشيباني (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
Cizre (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زېږون نېټه
۱۲ مې ۱۱۶۰ (Gregorian)[۱][۲][۳] — ۱۲ مې ۱۱۶۰[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱ جون ۱۲۳۳[۵][۱][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Mosul (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
استوګنځی
Mosul (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
بلننوم
  • ابن الأثير الجزري
  • عز الدين
  • أبو الحسن ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
وروڼه او خويندې
قومي ډلې
دین
نور اړين مالومات
برخه د

دابن اثیر په نسل کي تاریخ پوهان اختلاف لري ځکه یوشمېر تاریخ پوهان ادعاء کوي چي ابن اثیر له ذاته کرد دی خوځیني نوربیا وايي چي عرب دی .

دابن اثیر ژوند

[سمول]

دابن اثیر پلار چي محمد نومېدی پخپله زمانه کی دشام اومنځني ختیځ له مشهوره تجارانوڅخه ګڼل کېدی اوپه هغه وخت کي یې سوداګرې کول کله چي پراسلامي نړۍ دصلیبانو تاړاک روان وو اوسلطان صلاح الدین ایوبي له هغوی سره په جګړه بوخت وو . دصلیبیانو ددغه تاړاک له کبله څوځله دعزالدین پلار هم دهغوی له لوري لوټ اوقافلي یې تباه سوې . دمحمد درې زامن وه چي په هغوی کي منځنئ همدغه عزالدین وو اوپه وړوکوالي یې دقرآن کریم په زکړه پیل وکړ، تردې وروسته نوموړئ په ۵۷۹هجري ق کي له خپل پلار او وروڼو سره موصل ته کډه سو . څرنګه چي موصل دهغه زمانې ترټولو علم پاله اوله پوهي ډک ښار ګڼل کېدی عزالدین سمدستي دغه ځای له علماوو اوپوهانوسره ناستي او زدکړې پيل کړې چي په دې ترڅ کي یې ترټولو لمړی ناسته له مکي بن ریان سره وسوه اوله هغه وروسته یې له مشهورو علماوو څخه خپلي زدکړي پوره او لاسته راوړې . تر زدکړو وروسته دعزالدین نوم ورځ تربلي په علوموکي پراخېدی اوپه تاریخ، سیرت، حدیث، قرائت اوبېلابیلو علوموکي یې ځانګړئ ځای خپل کړ څوچي اخریې دموصل دواکمن نورالدین پام ځان ته واړاوه اودئ یې خپل دربارته وغوښت ترڅو یوشمېر لیکونه دبغداد دخلیفه لپاره ورته وسپاري .

دنورالدین څخه ترلیکونو اخیستلو وروسته عزالدین مخ دبغداد په لوري ولاړی اودهغه ځای له علماوو اوپوهانوڅخه یې نوري زدکړې هم لاسته راوړې . تردې ځای وروسته عزالدین دشام او عراق نورو ښارونوته هم سفرونه وکړه اوپه بېلابیلو ځایونوکي یې دهغه سیمي له نوموتو پوهانوسره لیدني وسوې چې دې کار دعزالدین علم اوپوهه نوره هم زیاته کړه . عزالدین له علماوو څخه دپوهي لاسته راوړلو په پایله کي دومره مخته ولاړی چي په اخرکي یې داسلامي نړۍ ټول تاریخ ترخپلي زمانې پوري ولیکی او نوم یې ورته (الکامل فی التاریخ) کښېښود . دغه کتاب چی اوس هم داسلامي تاریخ یوه مهمه سرچینه ګڼل کیږي عزالدین یې دسترو تاریخ پوهانو په قطارکي راوستلی دی . همدرانګه بل کتاب چي د (اسدالغابة فی معرفة الصحابة) په نامه دی هم په اسلامي نړۍ کي ځان ته ځانګړی مقام لري .

وفات

[سمول]

عزالدین ابن اثیر په ۱۲۳۳ز کال کي د۷۳کلونو په عمر دشام په حلب ښارکي وفات سو .

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  2. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Ibn-al-Athir. Subject named as: Ibn al-Athir. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6qr917w. Subject named as: Ali ibn al-Athir. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ذکر کېدنه: Chuvash encyclopedia. ليکوال: Yury Isayev. Page(s): 2567. Publisher: Chuvash publishing company. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۲۰۰۶.
  5. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118863835. Retrieved: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ذکر کېدنه: Open Library. Open Library ID: OL5373159A. Subject named as: Izz al-Din Ibn al-Athir. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Aaron Swartz. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  7. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  8. سرچينې تړی: https://ia801305.us.archive.org/2/items/FP79863/01_79863p.pdf.