[go: nahoru, domu]

Jump to content

توني موريسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توني مورېسون (په انګرېزي: Toni Morrison) يوه افريقايي الاصله امريکايي ليکواله ده. هغه د امریکایي ادب په تېره د تورپوستانو د ادبیاتو او ادبي نړۍ د اسمان ستورې ده. همداراز هغه د نوبل جایزې ګټونکې هم ده، خو په ادبي نړۍ کې یې دومره لوی نوم ګټلی چې تر ننه د هر امريکایي په تېره هر تورپوستي نړیوال پر ژبه یې نوم دی.

توني موريسون
توني موريسون
توني موريسون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت د فبرورۍ 18، 1931ز
مړینه د اگسټ 5، 2019ز (88 کاله)
برانکس [۲][۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل [۳]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک

اوهايو   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تابعیت د امریکا متحده ایالات [۴][۵]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی [۶][۷]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعره، ليکواله
کاروونکي ژبه(ي) انګرېزي
د کړنې څانګه شعر ،  ادبيات   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر شخصیات زورا نيل هرسټن ،  جيمز بالډوين ،  ويليم فاکنر ،  ویرجینیا وولف   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توني موريسون
توني موريسون

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د هغې اثار د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مشهور دي او ډېرو ژبو ته ژباړل شوې دي. هغه تورپوستې مېرمن وه چې د نوبل تر جایزې ورسېده، خو په دې توګه د نوبل لومړنۍ تورپوستې ګټونکې هم بلل شوې ده. موریسون ادبیات پنځول، ادبیات یې تدریسول او په ادبي برخه کې یې د زړه له تله فعالیتونه تر سره کول. هغې به ویل، له خيالاتو پرته نور هېڅ نه لري، له طنز یې ښه درک درلود او کلماتو ته یې له حده ډېر باور درلود.

شخصي ژوند

[سمول]

کلوئیه انتوني ووفورډ د ۱۹۳۱ کال د فبرورۍ په ۱۸مه د امریکا د اوهایو ایالت په لورین ښار کې زیږېدلې ده. د نوموړې کورنۍ کاریګره ګڼل کېده او څلور غړي یې درلودل. دوی افریقایي الاصله تورپوستان وو، نیکه یې په یوه غلامه کورنۍ کې زیږېدلی وو. یانې هغه مهال وزیږېد چې لا هم په امریکا کې د غلامۍ دود نه و ختم شوی.

ووفورډ وروسته د توني نوم ځان ته غوره کړ. توني په داسې یوه کورنۍ کې وزیږېده چې شاوخوا یې ټوله بېوزلي وه. په څو فرهنګه چاپېریال کې را لویه شوه. په دې مانا چې شاوخوا یې ډېر ملتونه اوډېر نژادونه وو. په همدې چاپېریال کې ډېر ژر له ادبیاتو سره بلده شوه

له ناولونو په تېره د جین آسټین او تولستوی له ناولونو سره یې د زړه تارونه وصل شول.

په ۱۹۴۹ کال کې د ډيپلوم تر اخیستو وروسته هاروارډ پوهنتون ته بریالۍ شوه او په دې پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ته مخه کړه. نوموړې وايي چې تر دې دمه هېڅ وخت پر نژادي توپير نه وه پوه، خو دلته یې چې کله زده کړې په تور هاروارډ یا د تورپوستانو لپاره د هاروارډ پوهنتون د ځانګړې شوې څانګې محصله شوه، نو په نژادي توپیر یې هم سر خلاص شو او دې ته متوجه شوه چې په امریکا کې د تورپوستو پر وړاندې وضعیت څومره خراب دی.

زده‌کړې او د ځوانۍ پيل

[سمول]

موریسون د تدریس چارې په تګزاس پوهنتون کې پيل کړې. وروسته هاروارډ پوهنتون ته لاړه. هلته یې هم د ادبیاتو په تدریس پيل وکړ.

موریسون په ۱۹۵۸کال کې د هاروارډ پوهنتون له یوه محصل سره واده وکړ. خو شپږ کاله وروسته یې له دې ځوان طلاق واخیست. هغه مهال یې دوه اولادونه درلودل. تر بېلتون وروسته یې په نیویارک کې له رانډوم هوس انتشاراتو سره کار پيل کړ. موریسون په دې انتشاراتو کې د تورپوستو د ادبي برخې مسووله وه. هغه مهال چې توني په دې انتشاراتو کې مسووله وه، نو مهم کارونه یې وکړل. د لومړي ځل لپاره د تورپوستي محمد علي کلي ژوندلیک چاپ شو. د تورپوستو لیکوالانو د پنځونو ګلچین یې چاپ کړ او د ځینو تورپوستو لیکوالانو په هڅونه کې یې هم مهم رول درلود.

سره له دې چې دلته یې په انتشاراتو کې دنده درلوده، نو تر څنګ یې د نیویارک ښار په ایالتي پوهنتون کې هم د تدریس دنده درلودله، ان تر دې چې د لومړنۍ تورپوستې مېرمنې په توګه په دې وتوانېده چې په پرنسټون پوهنتون کې یوه څوکۍ خپله کړي.

موریسون په دې ډول لومړنۍ تورپوستې مېرمن وه چې په پرنسټون پوهنتون کې ځان ته ځانګړې څوکۍ لري. نوموړې بریالۍ شوه چې تر ۲۰۰۶ کال پورې دا څوکۍ وساتي. توني موریسون په پوهنتون کې د تدریس د دندې تر څنګ، ادبي نقاده وه او ډېرې مقالې یې خپرې کړې دي. هغې نه یوازې دا چې ناولونه او کیسې لیکلې، بلکې نندارې یې هم لیکلې دي؛

په ۱۹۸۶ کال کې یې د (Dreaming Emmett) په نامه یوه ننداره ولیکله او هغه یې نندارې ته وړاندې کړه. دا ننداره د امت تېل په نامه د یوه ځوانکي پر ژوند لیکل شوې وه. دا تورپوستی ځوان و، چې په مي سي سي پي کې په ۱۹۵۵ کال کې وژل شوی و. دا د تورپوستو په مبارزه کې د یوه سمبول په توګه مطرح شوی وو او د دې سبب شو چې د تورپوستو مبارزې نوی رنګ راوړي او لا ډېر خلک د دوی له غوښتنو ملاتړ وکړي

ادبي فعاليتونه

[سمول]

توني موریسون د خپل ادبي ژوند په بهیر کې ټولټال یوولس ناولونه خپاره کړي دي. په دې ناولونو کې تر ډېره په پرله‌پسې توګه د امریکا معاصر تاریخ په ځان کې رانغاړي. دا ناولونه ټولې هغه مبارزې انځوروي چې تورپوستانو د خپلو بشري حقونو د تر لاسه کولو لپاره تر سره کړې او نننۍ امریکايي ټولنه ترې جوړه شوې ده.

لومړنی ناول یې تر ټولو شنې سترګې یا (The Bluest eye) و. دا ناول یې په ۱۹۷۰کال کې خپور کړ او په دې وخت کې موریسون ۳۹ کاله عمر درلود. دا ناول هم د تورپوستو د حقوقو د تر لاسه کولو لپاره لیکل شوی و. هڅه یې دا وه چې دغه ټبر د خپلو حقونو د اخیستلو لپاره وهڅول شي او وکړای شي ځانونه پیاوړي وساتي.

په ۱۹۷۷ کال کې موریسون د سلیمان د غږ په نامه ناول خپور کړ. دې ناول د امریکايي نقادانو د ملي حلقې جایزه هم وګټله. موریسون په دې کتاب کې د یوه تورپوستي کیسه را اخلي چې د خپل هویت د پیدا کولو لپاره هلې ځلې کوي. دی هڅه کوي چې د خپلو نیکونو اصلي ریښې پیدا کړي چې څوک وو او ولې غلامان کړل شوي وو. نوموړې په دې کتاب کې لوستونکي د تورپوستو د نړۍ له فولکلور، کوډو او باورونو سره بلدوي.

په ۱۹۸۲کال کې د قیر هلک، یانې ډېر تور هلک ناول خپروي. په ۱۹۸۷کال کې د دلبند ناول خپروي، په دې کتاب کې هم د بشري حقونو او تورپوستو د حقونو لپاره مبارزه شوې ده او څو اړخیز ناول ګڼل کېږي. همدا ناول و چې توني موریسون یې په نړۍ کې د یوې لیکوالې په توګه مطرح کړه. په دې مانا چې توني موریسون ته د لیکوالۍ شهرت همدې ناول ګټلی دی.

ډېر کم داسې لیکوال پیدا کېږي چې د توني موریسون په څېر په یوه ځانګړي سبک دومره چټکه وده وکړای شي.

د نوبل جايزه

[سمول]

د موریسون لومړنی اثر (The Bluest eye) وو، چې په ۳۹ کلنۍ کې یې خپور کړی وو. د همدې اثر تر خپرولو دوې لسیزې وروسته په ۱۹۹۳ کال کې موریسون د نوبل ګټونکې شوه.

موریسون چې کله د نوبل جایزه اخیسته، د خپلو خبرو په یوه برخه کې یې وویل، د کیسې او ناول لیکل ورته یوازې تفریح نه ده، بلکې باور لري چې ناول او کیسه د زده کړو د تر لاسه کولو او ځان پوهولو تر ټولو اغېزناکه لار ده.

نوموړي د امریکا د څو اړخیز فرهنګ په معرفي کې مهم رول ادا کړی دی. نوموړې په داسې یوه وخت کې لیکل کول، چې امریکایي حکومت د ولسواکۍ چیغې وهلې، خو هلته یو ستر ټبر د پوست د رنګ له امله د ولسواکۍ له ټولو حقوقو محروم و. نوموړې د هغو کسانو غږ اوچت کړ، چې ازادي ترې اخیستل شوې وه. هغې په امریکایي ټولنه کې د سانسور فرهنګ ختم کړ او په دې تړاو جوړ شوي مرزونه یې مات کړل

د کتابونو پلور

[سمول]

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویلي، موریسون له هغو ګوتو په شمار لیکوالانو ده چې کتابونو یې تر چاپ وروسته ښه پلور درلود او په دې برخه کې بریالۍ وه.

کیسې او کتابونه یې تل د ډېرو پلورېدونکو کتابونو په کتار کې راتلل. ځینې کتابونه یې په فلمونو بدل شوي دي. پخپله یې هم له رسنیو سره ښې اړیکې لرلې، په مهمو بحثونو او ادبي فعالیتونو کې یې برخه اخیسته.

په ځلونو په مهمو او په زړه پورې خپرونو کې راڅرګنده شوې ده. د نوبل اکاډمۍ هم هغه مهال وویل چې موریسون په خپلو اثارو کې ښه لیدلوری لري. موریسون په دې توګه د امریکا یوې بنسټیزې څېرې او اړخ ته ژوند وربښلی دی.

موریسون په ۱۹۹۲کال کې یانې یو کال مخکې تر دې چې د نوبل جایزه وګټي، د جاز په نامه یو ناول خپور کړ. دا په دلبند ناول پورې اړوند دویم ناول ګڼل کېږي او نقادان په دې باور دي چې په اصل کې د دلبند ناول کیسه په دریو ناولونو کې واضح شوې ده، چې له یو بل سره اړیکه لري. جاز تاریخي ناول دی. پېښه یې د نیویارک په هارلم سیمه کې رامنځ ته شوې ده. دا ناول هم د نورو په څېر په امریکا کې د افریقايي الاصله تورپوستو ستونزې او جنجالونه منعکسوي. څو کاله وروسته د جنت ناول خپروي، چې دا د دلبند ناول درېیمه برخه یا تکمیلوونکې برخه جوړوي

سياسي تګلارې

[سمول]

نوموړې تل د تورپوستو له حقونو دفاع کوله، تل به یې خپل ټبر په سمه باله، خو یو وخت یې پخپله د تورپوستو نیمګړتیاوو ته هم پام شو.

په ۲۰۰۳ کال کې یې د مينې په نامه یو ناول چاپ کړ. نوموړې په دې اثر کې د تورپوستو ترمنځ نفاق، ناندریو او نارواوو ته کتنه کړې ده او دوی یې غندلي دي.

په یوه بښنه ناول کې یې هم هغه ستونزې رابرسېره کړې دي، چې په اوولسمه پېړۍ کې د اروپايانو له لوري د نوموړې پر هم‌ټبره وګړو تر سره شوې دي.

کور یې بیا لسم ناول دی چې په ۲۰۱۲کال کې یې خپور کړی دی. دا د یوه سرتېري کیسه ده چې له کوریا سره د جګړې لپاره له امریکا تللی دی، خو د خپلې خور د ژغورلو لپاره له جګړې راګرځي او په دې لړ کې چې هغه له کومو ستونزو او جنجالونو سره مخ کېږي، په همدې ناول کې یې په اړه خبرې شوې دي.

مړينه

[سمول]

د امریکا په ادبي تاریخ کې دغه ځلانده څېره بالاخره د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په پنځمه له دې نړۍ لاړه.

نوموړې په ۱۹۹۳ کال کې د نوبل جایزه وګټله او په دې توګه هغه لومړنۍ تورپوستې وه چې د نوبل جایزه ګټي. د نوبل بنسټ هغه یوه پیاوړې لیکواله بللې وه او ویلي یې وو چې هغې په امریکا کې له پامه لوېدلو بوږنوونکو پېښو ته نوې روح ورکړې ده.

هغه د مرګ پر مهال اته اتیا کلنه وه. د نوموړې مرګ هم د نژادپاله نظریاتو ښکار شو. مرګ یې سیاسي شو او په امریکا کې د ناندریو سبب شو.

خو په ټوله کې د امریکا روشنفکره قشر په دې باور و، چې هغه یوه ستره ضایعه وه، په تېره بیا د تورپوستو امریکایانو لپاره د هغه مړینه نه جبرانېدونکې بلل شوې وه.

د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په یوه پیغام کې وویل، چې نوموړې یوه ملي شتمني او یوه جادوګره کیسه ویونکې وه. اوباما نوموړې ته په ۲۰۱۲ کال کې په سپینه ماڼۍ کې د ازادۍ جایزه هم ورکړې وه، چې د امریکايي حکومت معتبره جایزه ګڼل کېږي.

سرچينې

[سمول]
  1. https://www.nytimes.com/2019/08/06/books/toni-morrison-dead.html — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۳
  2. https://www.theguardian.com/books/2019/aug/06/toni-morrison-author-and-pulitzer-winner-dies-aged-88 — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۹
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ https://www.nytimes.com/2019/08/06/books/toni-morrison-dead.html
  4. http://www.nytimes.com/1996/09/29/books/english-lessons.html
  5. http://www.nytimes.com/2009/10/11/arts/design/11voge.html?hpw
  6. خپرونکی: Greenwood Publishing Group — ISBN 978-0-313-33429-0 او 978-0-313-04907-1
  7. دوتنه: Jessie Carney Smith — سرليک: Script error: The function "lang" does not exist.