[go: nahoru, domu]

Jump to content

جیمس ایرل کارټر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمس ایرل کارټر
جیمس ایرل کارټر
جیمس ایرل کارټر

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.77 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
برخه د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک   د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام بريدمن   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
اندرا ګاندي جایزه (۱۹۹۷)

 فلاډلفیا لبرټی میډل

گرمي جایزه   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جیمس ایرل کارټر
جیمس ایرل کارټر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جیمس ایرل کارټر ( د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی) پخوانی امریکایي سیاستوال دی، چې له ۱۹۷۷ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ډیموکرات ګوند غړی و، چې له ۱۹۷۱ز کال نه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د جورجیا ایالت د ۷۶م والي او له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، د جورجیا ایالت سناتور پاتې شوی دی. کارټر د دندې له پرېښودو وروسته په سیاسي او ټولنیزو پروژو کې بوخت شو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د بشردوستانه کارونو لپاره د سولې نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.

کارټر په جورجیا کې زېږېدلی او ستر شوی، په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو له سمندري اکاډمۍ نه د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغ او په سمندري ځواک کې یې دنده تر لاسه کړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه خپله سمندري دنده پرپرېښوده او بېرته کور ته راستون شو او هلته یې د خپلې کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مشري په غاړه واخیسته.هغه د ​​ډیموکرات ګوند فعال غړی و، چې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې د جورجیا په سنا کې دنده ترسره او وروسته بیا د ۱۹۷۰ز کال کې د ډیموکرات ګوند په لومړیو ټاکنو کې د کارل سانډرز له ماتې وروسته د جورجیا والي وټاکل شو. هغه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د والي په توګه پاتې شو. سره له دې، چې هغه د جورجیا ایالت نه بهر چا نه پېژانده، خو د ۱۹۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند او د جمهوري غوښتونکي  ګوند نوماند جیرالډ فورډ ته یې ماتې ورکړه.

کارټر د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ، د ۴۴۸۳ ګڼې فرمان په صادرولو سره د ویتنام د جګړې ټولو تښتېدلو ته بښنه وکړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د کابینې په کچه دوه نوي وزارتونه، د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت جوړ شول. کارټر د انرژۍ ملي تګلاره جوړه کړه چې د انرژي سرچینو ساتنې، د بیو کنټرول او د عصري ټکنالوژۍ کارونې ته په کې ځای ورکړل شوی و. کارټر د ډیویډ کمپ توافقات، د پاناما کانال تعهدات، د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د خبرو اترو دویم پړاو (SALT II) او پانامې ته د پانامې کانال زون بېرته راستنېدلو تګلاره تعقیب کړه. په اقتصادي ډګر کې، هغه له اقتصادي ناورین، لوړ پاړسوب(انفلاسیون)، لوړې بیکارۍ او د پرمختګ له ورو ودې سره مخامخ شو. همدارنګه هغه د ولسمشرۍ دورې په پای کې، له ۱۹۷۹ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې د ایران د یرغمل کولو کړکېچ  د ۱۹۷۹ز کال د انرژۍ ناورین، د نیکاراګوانو انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل سره مخامخ شو. کارټر د یرغل په ځواب کې، سړه جګړه نوره هم زیاته کړه، پر شورويانو یې اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او په مسکو کې یې د ۱۹۸۰ز کال د اوړي د اولمپیک بایکاټ مشري هم وکړه.

کارټر د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ریګن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. تاریخپوهان او سیاسي شنونکي په عمومي ډول کارټر د منځنۍ کچې نه دټیټ ولسمشر په توګه ډلبندي کوي. له ولسمشرۍ وړاندي د کارټرفعالیتونه، د هغه د ولسمشرۍ دورې په پرتله ډېر په زړه پورې بلل شوي. په ۱۹۸۲ز کال کې، کارټر د بشري حقونو د ودې او پراختیا لپاره د کارټر مرکز جوړ کړ، چې په ۲۰۰۲ز کال کې دغه مرکز ته د ښو کړنو په پار د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه. کارټر د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو، د ټاکنو د څارنې او په پرمختللو هېوادونو کې د ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه سفرونه وکړل. کارټر د انسانیت لپاره خیریه بنسټ اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي. کارټر د سیاسی یادښتونو او شعري ټولګو په ګډون تردېرشو ډېر کتابونه لیکلي او د اسرائیلو او فلسطین شخړو په ګډون یې، د متحده ایالاتو او نړۍ په اوسنیو چارو کارنده تبصرې کړې ده.

د جیمي کارټر د ادارې بهرنۍ تګلاره[سمول]

اسرائیل او مصر[سمول]

د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، کارټر هڅه کوله، چې د عرب او اسرائیلو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. په ۱۹۷۷ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیز جوړجاړي په لټه کې له ناکامې هڅې وروسته، په ۱۹۷۳ز کال کې د جنیوا کنفرانس له لارې، کارټر د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو لومړي وزیر میناچیم ته بلنه ورکړه، تر څو د ۱۹۷۸ز کال په سپټمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډیویډ کمپ ته د یوې حتمي سولې د رامنځته کولو په موخه ولاړ شي. په داسې حال کې، چې دواړه خواوې له لوېدیځې غاړې نه د اسرائیلو د وتلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، خو د خبرو په پایله کې مصر په رسمي توګه اسرائیل په رسمیت وپېژندل او په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې یو منتخب حکومت رامنځته کړ. دا د ډیویډ کمپ تړون پایله وه، چې د اسرائیلو او مصر ترمنځ جګړه یې پای ته ورسوله.[۳][۴][۵][۶]

ایران[سمول]

د ۱۹۷۷ز کال د نومبر په ۱۵مه کارټر ژمنه وکړه، چې د هغه اداره به د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مثبتو اړیکو ته د معاصر دریځ «پیاوړی، باثباته او پرمختللی» تر عنوان لاندې دوام ورکوي.د نومبر په څلورمه د ایراني محصلینو یوې ډلې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې د امام له پیروانو سره یې تړاو درلود او د ایران له انقلاب نه یې ملاتړ کاوه. د برید په پایله کې ۵۲امریکایي ډیپلوماتان او اتباع د ۴۴۴ورځو لپاره یرغمل ونیول شول، تر هغو چې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د کارټر پر وړاندې د ولسمشر په توګه د رونالډ ریګن له بریالیتوب وروسته سملاسي خوشې شول. د کړکېچ په لړ کې، کارټر له ۱۰۰ ورځو نه زیات په سپینه ماڼۍ کې په ګوښه کې پاتې شو.[۷][۸]

له دغې پېښې نه یوه میاشت وروسته، کارټر ژمنه وکړه چې دغه شخړه به غیر له کوم پوځي اقدام نه چې د یرغمل شوو بندیانو د وینې تویولو یا پر دوی د برېد یا سزا ورکولو لامل کېږي، د خبرو اترو له لارې هواره کړي . د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په مه کارټر د ۱۲۲۰۵ګڼې اجرائیوي فرمان په صادرولوسره پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران د کابینې د غړو په وړاندې یې د نورو اقداماتو اعلان هم وکړ،چې د بندیانو د خوندي خلاصون لپاره اړین ګڼل کېدل. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په ۲۴مه، کارټر د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په موخه د شاهین منګول (Eagle Claw)عملیاتو امر وکړ، خو دغه ماموریت د اتوامریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د دوو الوتکو په نسکورېدو سره ناکام پای ته ورسېد.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

شوروی اتحاد[سمول]

د ۱۹۷۷ز کال د فبرورۍ په ۸مه کارټر له شوروي اتحاد نه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره«د هر اړخیزې اټومي ازموینې بندیز» لپاره یو ځای شي. کارټر د جون په ۱۳مه، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې: د اونۍ په پیل کې به متحده ایالات «له شوروي اتحاد سره د هر اړخیزې اټومي ازموینې د بندیز پر تړون کار وکړي ،ترڅو د ځمکې لاندې یا په فضا کې د اټومي وسایلو ټولې ازموینې منع کړي».[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کارټر د ډسمبر په ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې: « د تېرو څو مياشتو په موده کې امريکا او شوروي اتحاد د مهمو مسايلو د يو اوږد لېست په اړه ډېر پرمختګ کړی، چې تر ټولو مهم يې د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول او کنټرول و» او دواړه هېوادونه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د دویم تړون اړوند خبرو اترو د پای ته رسولو په لټه کې دي، دا خبرې د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۱۸مه د کارټر او لیونید برژنیف له خوا د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت دویم تړون په لاسلیک کولو سره عملي شوې.[۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 118519336  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1288332 — subject named as: Jimmy Carter (5) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Alter, p. 388-417
  4. Herring, p. 841–842
  5. Kaufman and Kaufman, 2006, pp. 53–56
  6. Jørgen Jensehaugen. Arab-Israeli Diplomacy under Carter: The US, Israel and the Palestinians (2018) p. 178, quoted on H-DIPLO)
  7. (په November 16, 1977 باندې). Carter Lauds Shah On His Leadership.
  8. Bourne, p. 454
  9. Bourne, p. 452
  10. (په December 2, 2009 باندې). How Hanukkah Came To The White House. The Forward
  11. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "American Hostages in Iran Remarks to State Department Employees. (7 December 1979)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 30, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Executive Order 12205—Economic Sanctions Against Iran (7 April 1980)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 30, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Sanctions Against Iran Remarks Announcing U.S. Actions. (7 April 1980)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 30, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په April 8, 1980 باندې). Carter Cuts Ties With Iran.
  15. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Address to the Nation on the Rescue Attempt for American Hostages in Iran (24 April 1980)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 30, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "Rescue Attempt for American Hostages in Iran White House Statement. (25 April 1980)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 30, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (8 February 1977)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 31, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (13 June 1977)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 31, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Peters, Gerhard; Woolley, John T. "The President's News Conference (30 December 1977)". The American Presidency Project. لاسرسي‌نېټه August 31, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. (په June 19, 1979 باندې). U.S. And Soviet Sign Strategic Arms Treaty; Carter Urges Congresss To Support Accord.
  22. (په June 18, 2015 باندې). Jimmy Carter signs Strategic Arms Limitation Treaty, June 18, 1979. Politico
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. "The State of the Union Address Delivered Before a Joint Session of the Congress. (January 23, 1980)". The American Presidency Project. د اصلي آرشيف څخه پر September 11, 2018 باندې. لاسرسي‌نېټه August 31, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)