کارولین پورکو
کارولین سي. پورکو (زوکړه: د ۱۹۵۰ زکال د مارچ ۶مه) امریکايي سیاره پوهه ده چې د لمریز نظام د بیرونۍ برخې اړوند ېې کشفي چارې ترسره کړې؛ هغې خپلې څېړنیزې چارې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د وویجر ماموریت پر مهال له مشتري، زحل، اورانوس او نیپتون څخه د انځورونو په اخیستو پیل کړې. نوموړې د زحل په چاپېر کې د کاسیني ماموریت پر مهال د انځور اخیستنې د علمي ډلې رهبري وکړه. هغه د سیاروي کړیو او د زحل د انسلادوس سپوږمۍ متخصصه ده. [۱]
پورکو د سیاروي موضوعاتو اړوند له ۱۱۰ څخه زیاتې علمي مقالې لیکلې چې د اورانوس او نیپتون له طیف سنجۍ رانیولې، د ستورو ترمنځ د چاپېریال، د سیاروي کړیو د نوري سنجش، د سپوږمکیو/حلقو داخلي غبرګون، د سیاروي کړیو کمپیوټري شبېه سازي، د تریتون د قطبي خولیو د حرارتي تعادل، د مشتري دننه د تودوخې جریان او د کاسیني ماموریت پر مهال له اتومسفیر، سپوږمیکو او د زحل د کړیو څخه د اخیستل شوو انځورونو تر پایلو پورې موضوعات په ځان کې رانغاړي. په ۲۰۱۳ زکال کې د کاسیني ماموریت معلوماتو ۱۹۹۳ زکال ته اړونده هغه وړاندوینه تائید کړه چې پورکو او مارک مارلي وړاندې کړې وه او څرګندوله یې چې د زحل سیارې دننه انګازوي اهتزازونه د زحل په کړیو کې د ځانګړو ځانګړنو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. [۲][۳][۴]
پورکو د هغې ورځې چې ځمکې وخندل (The Day the Earth Smiled) په نامه انځورونو د اخیستنې بنسټګره ده. نوموړې همدارنګه مشهور ځمک پېژندونکي یوجین شومېکر ته د درناوي کولو په موخه داسې وړاندیز وکړ چې پر مټ یې په ۱۹۹۸ زکال کې د لونار پرسپېکټور ستورمزلي پر مټ د هغه د جسد ایرې سپوږمۍ ته ولېږل شوې. [۵][۶]
د یوې مخکښې عامه ویناوالې په توګه هغې خپلې دوه مشهورې ویناوې په ټېډ کې وکړې، ورته مهال یې د پانګیا ورځې د پرانیسټ غونډې وینا وکړه چې د ۲۰۰۸ زکال په مۍ میاشت کې د نړۍ له شپږو ښارونو څخه په کې نړیوالو بنسټونو او رسنیو ونډه اخیستې وه او هغې په کې د انسان د شتون کیهاني زمینه تشرېح کړه. پورکو د ساینس او عامه چارو په برخو کې د خپلې ونډې له امله ګڼ شمېر جوایز او ویاړونه خپل کړي. د بېلګې په توګه په ۲۰۰۹ زکال کې نیوسټېټزمن مجلې دا له پنځوسو هغو کسانو څخه وګڼله چې نن ورځ مهم کسان دي. [۷][۸][۹][۱۰]
په ۲۰۱۰ زکال کې پورکو د کارل ساګان مډال ترلاسه کړ چې د متحده ایالاتو د نجومي ټولنې له خوا عامو وګړو ته د علومو د وړاندې کولو په ویاړ ورکړل شو. په ۲۰۱۲ زکال نوموړې د ټایمز مجلې له خوا په فضایي برخه کې له ۲۵ ډېرو اغېزمنو کسانو څخه وګڼل شوه. [۱۱][۱۲]
لومړنی ژوند او زده کړې
[سمول]پورکو په نیویارک ښار کې وزیږېده. نوموړې په ۱۹۷۰ زکال کې د کارډینال سپېلمن له عالي لیسې فارغه شوه چې د نیویارک ښار په برانکس نومې برخه کې یې موقعیت درلود.
نوموړې په ۱۹۷۴ زکال کې د سټوني بروک پوهنتون څخه د ځمکنيو او فضايي علومو په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. هغې په ۱۹۸۳ زکال کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د سیاروي علومو په څانګه کې د جیولوژیکي او سیاروي علومو له برخې څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. هغې د دوکتورا پای لیک د ډینامیکي موضوعاتو د پروفیسور پیټر ګولډریچ تر نظر لاندې د زحل په کړیو کې د وویجر مامویت پر اکتشافاتو باندې د تمرکز پر مټ ولیکه. [۱۳][۱۴][۱۵]
مسلکي ژوند
[سمول]وویجر
[سمول]د ۱۹۸۳ زکال په مني کې پورکو د اریزونا په پوهنتون کې د سیاروي علومو په پوهنځي کې شامله شوه؛ همدغه کال هغه د وویجر ماموریت د انځور اخیستنې له ډلې سره مل شوه. وروسته بیا په ۱۹۸۶ زکال کې اورانوس او په ۱۹۸۹ زکال کې نیپتون ته د وویجر ۲ ماموریت یو له فعالو ونډه والو څخه وه چې له نیپتون سره د مخ کېدو پر مهال یې په وویجر ماموریت کې په کړیو باندې د کارکوونکې انځور اخیستونکې ډلې مشري پر غاړه لرله.
پورکو د لومړي ځل لپاره د وویجر ماموریت پر مټ د زحل په کړیو کې د کشف شوو غیرعادي کوچنیو کړیو او «د هغو د څوکو» اړوند توضېحات وړاندې کړل؛ څو هغه میکانېزم واضح کړي چې د وویجر پر مټ کشف شوې کوردلیا او افلیا سپوږمۍ د اورانین کړیو له خوا چاپېرې کېږي، همدارنګه یې واضحه کړه چې د نیپتون حلقوي کمانونه د وویجر پر مټ کشف شوې ګالتیا سپوږمۍ چاپېره کوي. سربېره پر دې نوموړې د دغې نظریې یو له مبتکرینو څخه وه چې د وویجر ۱ ستورمزلي پر مټ د سیارو انځورونه واخیستل شي، همدا و چې نوموړې په ۱۹۹۰ زکال کې د دغه ډول انځور اخیستنې په طراحۍ او اجرا کې ونډه واخیسته؛ یو له دغو انځورونو څخه یې د ځمکې انځور و چې د کم رنګه آبي نقطې د انځور په نامه شهرت لري. [۱۶]
پوهنتوني دندې
[سمول]پورکو له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د اریزونا پوهنتون په علمي پلاوي کې خدمت وکړ او په ۱۹۹۱ زکال کې یې د استادۍ ځایګي ته لاسرسی وموند. هغې د لیسانس او ماسټرۍ دورې زده کړیالانو ته تدریس کاوه چې د اریزونا پوهنتون د ویاړونو د ورکړې د مرکز له خوا یې د پنځه ستوریزې علمي جایزې د پنځو وروستیو کسانو په نوملړ کې ځای درلود؛ دغې جایزې ته نوماند د زده کړیالانو له خوا ټاکل کېده چې دغه جایزه د لیسانس د کچې ښوونکو ته ورکول کېده.
پورکو د کلراډو په بولډر کې د فضایي علومو د انستیتیوت مخکښه څېړنیزه غړې او همدارنګه په بولډر کې د کلراډو د پوهنتون همکاره ښوونکې وه.
د ناسا سلاکاریت
[سمول]پورکو د لمریز نظام د کشفي فرعي کمېټې، د مریخ د مشاهداتي څېړنیزې ډلې او د لمریز نظام د لارې د نقشې د پراختیايي ډلې په څېر د ناسا په یو شمېر مهمو مشورتي کمېټو کې د غړیتوب له امله د امریکا د سیاروي اکتشافاتو د پروګرام په مخته وړو کې فعاله ونډه لرله. د ۱۹۹۰مې لسیزې په نیمايي کې نوموړې د ناسا د یوې کوچنۍ سلاکارې کاري ډلې د مشرې په توګه وټاکل شوه څو د لمریز نظام د بیرونیو ماموریتونو اړوند څېړنې وکړي او هغو ته پراختیا ورکړي. سربېره پر دې نوموړی د ناسا او د علومو د ملي اکاډمۍ په ملاتړ د لمریز نظام د یوې لسیزې د سروې په موخه د جوړې شوې ډلې مرستیالي وکړه.
جایزې او ویاړونه
[سمول]په لندن کې د سنډې ټایمز مجلې په ۱۹۹۹ زکال کې پورکو د ۲۱مې پېړۍ له ۱۸ مخکښو علمي رهبرانو څخه وبلله، همدارنګه د انډسټري ویک مجلې هغه د سټار ټو واچ ډلې «Stars to Watch» په ۵۰ کسیز نوملړ کې شامله کړه. په ۲۰۰۸ زکال کې نوموړې د وایرډ مجلې له خوا د هغو ۱۵ ځیرکو کسانو په نوملړ کې شامله شوه چې راتلونکی ولسمشر به هغوی ته غوږ نیسي (Smart List: 15 People the Next President Should Listen To).[۱۷][۱۸][۱۹]
پورکو په ۲۰۰۸ زکال کې د امریکا د بشرپالونکې ټولنې له خوا د ایزاک اسیموف علمي جایزه ترلاسه کړه.[۲۰][۲۱]
د ۲۰۰۹ زکال په مۍ میاشت کې پورکو له سټوني بروک پوهنتون څخه چې د هغو یو له زده کړیالانو څخه وه، د ساینس په برخه کې افتخاري دوکتورا واخیسته.[۲۲][۲۳]
د ۲۰۰۹ زکال په سپټمبر میاشت کې پورکو د هانټینګټون کتابتون د علمي لیکوالانو فیلوشېپ د ۲۰۱۰ زکال لپاره ترلاسه کړ. همدغه میاشت نیو سټېټزمن مجلې نوموړې یو له هغو ۵۰ کسانو څخه اعلان کړه چې نن ورځ مهم کسان دي. [۲۴][۲۵]
د ۲۰۰۹ زکال په اکتوبر میاشت کې هغې او بابک امین تفرشي دواړو د خپلو انځوریزو چارو له امله د ۲۰۰۹ زکال د لنارت نېلسون جایزه ترلاسه کړه.[۲۶]
د ۲۰۱۰ زکال په اکتوبر میاشت کې پورکو د متحده ایالاتو د نجومي ټولنې د سیاروي علومو د برخې له خوا عامو وګړو ته د علومو د رسولو په برخه کې د خپلو هڅو له امله د کارل ساګان مډال ترلاسه کړ. [۲۷]
په ۲۰۱۱ زکال کې نوموړې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ له انستیتیوت څخه د مخکښو ښوونکو جایزه ترلاسه کړه، دا د تدریس په برخه کې تر ټولو لوی ویاړ دی چې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ د انستیتیوت له خوا هر کال ورکول کېږي.[۲۸]
پورکو په ۲۰۱۲ زکال کې د ټایمز مجلې له خوا په فضا کې د ۲۵ اغېزمنو کسانو څخه وبلل شوه.[۲۹]
پورکو په ۲۰۲۰ زکال کې له کایناتو څخه د واقعي او رنګین انځور په اخیستنه کې د استثنايي مرستې له امله د سیکنز جایزه ترلاسه کړه؛ دغه انځور د ۲۰۲۲ زکال د اکتوبر په ۲مه خپور شو. [۳۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Cassini Solstice Mission: Team Members". JPL. نه اخيستل شوی 2013-04-03.
- ↑ "Cassini Imaging Team Science Results". CICLOPS. Archived from the original on July 13, 2011. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ Hedman, M. M.; Nicholson, P. D. (2013). "Kronoseismology: Using density waves in Saturn's C ring to probe the planet's interior". The Astronomical Journal. 146 (1): 12. arXiv:1304.3735. Bibcode:2013AJ....146...12H. doi:10.1088/0004-6256/146/1/12. S2CID 119109859.
- ↑ Marley, M. S.; Porco, C. C. (1993). "Planetary Acoustic Mode Seismology: Saturn's Rings". Icarus. 106 (2): 508–524. Bibcode:1993Icar..106..508M. doi:10.1006/icar.1993.1189.
- ↑ Porco, C. C. (February 2000). "Destination Moon" (PDF). Astronomy. pp. 52–55.
- ↑ Porco, C. C. (April 13, 2006). "Eugene M. Shoemaker: A Tribute". CICLOPS. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ Porco, C. C. (March 2007). "This is Saturn". TED. Archived from the original on February 26, 2014. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ Porco, C. C. (February 2009). "Could a Saturn Moon Harbor Life?". TED. Archived from the original on February 22, 2014. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "Pangea Day Intro". YouTube. May 10, 2008. Archived from the original on 2021-12-12. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "The 50 people who matter today: 31-40". New Statesman. September 24, 2009. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ Bjerklie, D. (Fall 2012). "The 25 Most Influential People in Space" (PDF). TIME. pp. 88–99. Archived from the original (PDF) on مې 15, 2013.
- ↑ "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. نه اخيستل شوی 2013-08-22.
- ↑ "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. نه اخيستل شوی 2013-08-22.
- ↑ "Retiring SBU President Shirley Strum Kenny Confers Degrees At Her Final Commencement Ceremony". Stonybrook.edu. Stony Brook University.
- ↑ Thesis Carolyn Porco: Voyager Observations of Saturn's Rings. 1. The Eccentric Rings at 1.29, 1.45, 1.95 and 2.27 Rs. 2. The Periodic Variation of Spokes - website of the Library of Caltech
- ↑ Sagan, C. (1997). Pale Blue Dot: A Vision of the Human Future in Space. Ballantine Books. ISBN 978-0-345-37659-6.
- ↑ Pospisil, Vivian (December 21, 2004). "50 R&D Stars to Watch". Industry Week. نه اخيستل شوی April 3, 2013.
- ↑ Farrer, Steve (January 10, 1999). "The brains behind the 21st century". The Sunday Times. UK. p. 6.
- ↑ "The 2008 Smart List: 15 People the Next President Should Listen To". Wired magazine. September 22, 2008. نه اخيستل شوی 2012-10-21.
- ↑ Alan Chamberlin. "JPL Small-Body Database Browser". Ssd.jpl.nasa.gov. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "Humanists to Honor Lead Imaging Scientist on the Cassini Saturn Project". Americanhumanist.org. Archived from the original on May 14, 2008. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "Cassini Imaging Leader Awarded Honorary Degree from Stony Brook University". Cassini Imaging Central Laboratory for Operations (CICLOPS). مې 21, 2009. Archived from the original on July 10, 2011.
- ↑ "Retiring SBU President Shirley Strum Kenny Confers Degrees At Her Final Commencement Ceremony". Stonybrook.edu. Stony Brook University.
- ↑ "Carolyn Porco Awarded Huntington Science Writer Fellowship". Diamondskyproductions.com. Archived from the original on February 24, 2012. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "The 50 people who matter today: 31-40". New Statesman. September 24, 2009. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "Lennart Nilsson Award". Lennartnilssonaward.se. Archived from the original on September 26, 2009. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ "Cassini Imaging Leader Honored With American Astronomical Society Carl Sagan Award". CICLOPS. نه اخيستل شوی 2013-08-22.
- ↑ Kathy Svitil (مې 14, 2011). "Caltech Names Five Distinguished Alumni". Media.caltech.edu. Archived from the original on January 26, 2012. نه اخيستل شوی 2012-01-06.
- ↑ Bjerklie, D. (Fall 2012). "The 25 Most Influential People in Space" (PDF). TIME. pp. 88–99. Archived from the original (PDF) on مې 15, 2013.
- ↑ "Awarding Sikkens Prize 2020/2022 and anniversary film". Sikkens Prize. August 25, 2022. نه اخيستل شوی September 24, 2022.