[go: nahoru, domu]

Jump to content

اسماعیل هنیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اسماعیل هنیه
إسماعيل عبد السلام أحمد هنية (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږون‌ځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
  لړۍ...
۲۹ جنوري ۱۹۶۲[۱] — ۱۹۶۲[۲] — ۲۹ جنوري ۱۹۶۳[۳] — ۸ مې ۱۹۶۳[۴] — ۱۹۶۳[۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۱ جولای ۲۰۲۴[۶][۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
bomb (en) ژباړل[۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
Lusail (en) ژباړل[۱۲] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
عامه معلومات
عمومي معلومات
ټاټوبی
غړی د
دین
اړين معلومات
مهمې پېښې
جګړه

اسماعیل هنیه (عربي: إسماعيل هنية) (۸ مې 1963 زیږیدلی۳۱ جولای2024) یو فلسطیني سیاستوال دی چي په پراخه کچه د حماس لوی سیاسي مشر ګڼل کیږي او له 2007 راهیسي د غزې په تړانګه کې حکومت کوي [۱۵] نوموړی د حماس د سیاسي بیورو اوسنی مشر دی.

هنيه په ۱۹۶۲ کال کي د مصر تر واک لاندي د غزې په تړانګه کي د الشاطي مهاجرو په کمپ کي وزېږېد. هغه د غزې په اسلامي پوهنتون کي زده کړي وکړې، [۱۶] [۱۷] او په هم دغه ځای کي د حماس سره یوځای سو، ورپسې یې په 1987 کي په عربي ادبیاتو کي د لیسانس سند ترلاسه کړ. هنیه په 1997 کي د حماس د دفتر مشر وټاکل سو، او د یاد سازمان په لیکو کي یې پرمختګ وکړ.

په فلسطین کي د 2006 کال د ټاکنو تر ګټلو وروسته هنیه د فلسطين د دولت لمړئ وزیر سو. په 2007 کال کي د فلسطین د ملي ادارې مشر محمو عباس د جون په 14 نېټه هنیه له خپلي دندي ګوښه کړ. د فتح-حماس د روانې شخړې له امله هنيه د عباس یاد فرمان ونه مانه او په غزه کي یې د لومړي وزیر په توګه واک ته دوام ورکړ. [۱۸]

هنيه له ۲۰۰۶ څخه تر فبرورۍ ۲۰۱۷ پوري د غزې په تړانګه کي د حماس مشر وو، او وروسته یې ځای ناستی یحیی سنور وټاکل سو. د ۲۰۱۷ کال د می په ۶ مه هنیه د خالد مشعل پر ځای د حماس د سیاسي دفتر مشر وټاکل سو، او په همدغه وخت کي نوموړی د غزي له تړانګي څخه قطر ته کډوال سو. [۱۹] [۲۰]


ژوند او زدکړه

[سمول]

هنيه د مصر د اشغال شوې غزې تړانګې په الشاطي مهاجر کمپ کي د فلسطیني مسلمانانو په کورنۍ کې زیږیدلی وو. د هغه مور او پلار په اصل کي د 1948 د فلسطین اخراج او الوتنې دمخه په هغه ځای کي اوسیدل چیري چي اوس اشکلون سیمه ده، کوم چي د 1948 عرب – اسراییل جګړې هم پکښي ترسره سول. [۱۶] نوموړي په ځوانۍ کي په اسرایل کي د خپلي کورنۍ د ساتلو لپاره کار کاوه. [۲۱] هنیه د ملګرو ملتونو په ښوونځیو [۱۷] شامل سو، او په ۱۹۸۷ کال کي یې د غزې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ادبیاتو کي د لیسانس سند ترلاسه کړ [۱۶] اوپه همدغه پوهنتون کي د حماس سره یوځای سو. [۱۶] له 1985 څخه تر 1986 پورې، هغه د اخوان المسلمین په استازیتوب د زده کونکو د شورا مشر وو. [۱۷] همدارنګه د اسلامي ټولني د فوټبال په ټیم کي د منځني فیلډر په توګه لوبغاړۍ هم تېر سوی دی. [۱۷] هنیه عیني پر داسي وخت فارغه سو چي په فلسطین کي لومړی انتفاضه ونښته او په ترڅ کي یې د اسراییلو پر ضد په مظاهرو کي ګډون وکړ. [۱۶]

مړینه

[سمول]

اسماعیل هنیه د 2024 کال د جولای میاشتي پر 31 نېټه د ایران په پلازمینه تهران کي د یو تروریستي برید په پایله کي هغه مهال شهید او ووژل سو، کله چي یې د ایران د نوي ولسمشر پزشکیان د لوړي په مراسمو کي دغه هیواد ته سفر وکړ.[۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://www.middleeastmonitor.com/20240731-hamas-chief-ismail-haniyeh-killed-in-iran-group-says/. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  2. "Palestinian National Register of Citizens". لاسرسي‌نېټه ۱ اگسټ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  3. سرچينې تړی: https://www.jpost.com/israel-hamas-war/article-812652. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  4. سرچينې تړی: https://dunyanews.tv/en/World/827708-who-was-hamas-leader-ismail-haniyeh. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  5. سرچينې تړی: https://www.juedische-allgemeine.de/israel/der-kopf-der-hamas/. Retrieved: ۱ اگسټ ۲۰۲۴.
  6. "Hamas-leder Ismail Haniyeh drept i Iran". VG. لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)
  7. "Hamas leader Ismail Haniyeh killed in Iran, group says". news.sky.com. ۳۱ جولای ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)
  8. سرچينې تړی: https://www.lavozdegalicia.es/noticia/internacional/2024/07/31/ismail-haniye-lider-hamas-asesinado-iran-durante-ataque-achacado-israel/00031722403268765682956.htm.
  9. "Hamas leader Ismail Haniyeh is killed in Iran by an alleged Israeli strike, threatening escalation". Associated Press. ۳۱ جولای ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  10. "Ismail Haniyeh was killed by explosive device planted months ago, sources tell 'Post'". ۱ اگسټ ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۲ اگسټ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)
  11. "How Hamas Leader Ismail Haniyeh Was Killed in Iran,". The New York Times (په انګليسي ژبه ). The New York Times Company. ۱ اگسټ ۲۰۲۴. لاسرسي‌نېټه ۲ اگسټ ۲۰۲۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date=, |date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  12. سرچينې تړی: https://www.aa.com.tr/tr/dunya/suikasta-ugrayan-hamas-siyasi-buro-baskani-heniyyenin-cenazesi-katarda-topraga-verildi/3293349. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۴.
  13. "Más de 430 muertos en Israel y Gaza por ataque de Hamas y respuesta de Jerusalén". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Los impactantes videos de los ataques de Hamás a Israel". ۷ اکتوبر ۲۰۲۳. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)
  15. . 2023-10-17. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ ۱۶٫۴ (په 14 December 2006 باندې). Profile: Hamas PM Ismail Haniya. Invalid <ref> tag; name "bbcprofile" defined multiple times with different content
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ ۱۷٫۳ (په 3 January 2009 باندې). Hamas PM Ismail Haniyeh at war with Israel – and his own rivals. Invalid <ref> tag; name "tbt" defined multiple times with different content
  18. (په 14 June 2007 باندې). Abbas sacks Hamas-led government.
  19. (په 5 September 2016 باندې). [{{{url}}} {{{title}}}].
  20. . 7 May 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  21. . 2024-01-13. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورکه سرچينه |title= (لارښود); ورکه سرچينه|url= (لارښود)
  22. https://www.bbc.com/arabic/articles/cd1r7rm7dg7o